دخپریدو نیټه :جمعه ۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 167814
د بلخ پولیسو له لوری پنځه تنه سارق او قاچاقچی ونیول شو
بلخ پولیس خبر ورکوی چی دوه تنه مسلح سارقین او دری تنه نور کسان د مخدره توکو او الکلی مشروباتو لیږد په تور نیولی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د بلخ پولیسو په مطبوعاتی اعلامیه کې راغلی دی: د بخل ولایت امنیه قوماندانی جنایی جرمونو سره مبارزی پرسنل مدیریت هڅو او کوششونو ته په کتو سره، دوه تنه مسلح سارقین د مزارشریف ښار څخه نیول شوی دی.
د ریپورتونو پّ اساس مجرمین د یو میل مکروف اسلحی او یو قبضه چاقو څخه په ګټه اخیستنې سره، د خلګو اموال او تلیفونونو غلا ته لاس پوری کړی وو چی د مبایل او موترسایکلانو د غلا په جریان کې ونیول شو.
په دی اطلاعیه کې راغلی دی چی د بلخ ولایت عمومی قوماندانی مخدره توکو سره مبارزی مدیریت د مولانا جلال الدین محمد بلخی هوایی ډګر سرحدی پولیسو پرسنل په مرسته په دوو بیلابیلو پیښو کې د کابل مزار تیریدو کمربند کې، ۱۰۷ قطی الکولی مشروبات نیولی او ضبت کړی دی.
د یادولو وړ دی: ددی قضیی په تور دوه تنه د فضل الدین ولد کمال الدین او حسیب الله ولد محمد اکبر په نامه نیول شوی دی.
 
 
https://avapress.com/vdccsmqs02bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته