دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 265609
د پاکستان په یوه اور ګاډي کې چاودنې ۹ تنه وژلي او ټپیان کړي دي
د راپورونو له مخې د پاکستان په پنجاب ایالت کې په یوه اورګاډي کې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چې نن پنجشنبه د دلوې په ۲۷ مه د پاکستان د پنجاب ایالت په چیچاواتنی ښار کې په یوه اورګاډی کې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او اته تنه نور ټپیان شوی دی.
 
د سهیوال ولسوال فیصل شهزاد د ډان ورځپاڼې خبریال ته ویلي، چې د چاودنې نوعیت لا نه دی څرګند.
 
دغه اورګاډی له بلوچستان څخه پېښور ته روان و.
 
د پولیسو دغه چارواکي ویلي، چې د عیني شاهدانو په وینا، چاودنه په یوه "تشناب" کې شوې ده.
 
بلخوا د ملتان مرستيال حامد حسن خبريالانو ته وويل چې د ترهګرۍ ضد څانګې يوه ډله سيمې ته رسېدلې او د شواهدو راټولول يې پيل کړي دي.
 
د چاودنې د نوعیت په اړه ښاغلي حسن وویل چې د پلټونکو او مسافرو له خوا بېلابېل بیانونه ورکړل شوي، خو د اورګاډي ادارې تر اوسه په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړی.
 
حامد حسن زیاته کړه چې د دې پېښې په اړه د پولیسو څېړنې دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcdzk0xnyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته