دخپریدو نیټه :شنبه ۶ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 265992
د ورېښمو له لارې هېواد ته د څه باندې ۳۷ زره کډوال راستانه شوي دي
د نيمروز ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست چارواکي وايي چې د روان کال د دلوې په مياشت کې له ايران څخه د ورېښمو له لارې څه باندې ٣٧زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوی صدیق الله نصرت وایی: په تېره میاشت کې ۳۷ زره او ۱۹۳ تنه هېوادوال له ایران څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې  هیواد ته اوښتی دی.
 
ده زياته کړه: له دې جملې څخه ٥٧٠ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي چې له دې جملې څخه ٢٢٤٨ تنه دي.
 
  مولوي نصرت همداراز څرګنده کړه: ۳۴ زره ۹۴۵ تنه په انفرادي ډول هیواد ته داخل شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، له يادې ادارې سره په همغږۍ د IOM له خوا له ٣ زره ٤٤٣ اړمنو کسانو سره خوراکي او نغدي مرسته شوې او پر يادو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي هم وېشل شوي دي.
 
د نيمروز ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس هم يادونه وکړه چې په تېره يوه مياشت کې ۵۵ مړي هېواد ته لېږدول شوي دي.
 
نيمروز ولايت د هېواد په سوېل لوېديځ کې يو له سرحدي ولايتونو څخه دى، چې له ايران سره د دغه ولايت له ګډې پولې څخه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي.
 
https://avapress.com/vdci3warrt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته