دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 266275
بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته؛ بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ۲ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېر یو نیم کال کې بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته ډېره لېوالتیا ښودلې ده.
 
د دې اعلان پر بنسټ؛ په دې موده کې سترو بهرنیو شرکتونو د لس میلیارد افغانیو په ارزښت په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
 
خبرپاڼه زياته کړي چې تراوسه پورې له دې پيسو څخه د دوه ملياردو ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک شوى چې په هغو کې د کانونو استخراج او پروسس، په هوايي ډګرونو کې د خدمتونو وړاندې کول او د صنعتي پارکونو جوړول شامل دي.
 
اعلامیه زیاتوي چې ډېر ژر به د ګمرکونو د عصري کولو او نورو چارو قرارداد له بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شي.
 
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو شرکتونو؛ کانونو، کرنې، برېښنا، ترانسپورت او نورو کوچنیو کاروبارونو کې پانګونې ته لېواله دي.
 
د اعلامیې په حواله؛ هغه شرکتونه چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري په ګاونډیو هېوادونو، سیمه او لویدیځ کې د پانګونې تاریخ لري.
 
https://avapress.com/vdcd590xkyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته