دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 266351
کارپوهان: د دوحې تړون باید په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو لپاره عذر نه وي
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکایانو په افغانستان کې د خپل شل کلن پوځي حضور په ترڅ کې بې شمېره جنایتونه کړي، نو د دوحې د تړون لاسلیک باید په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو د توجیه وړ نه وي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو تړون درې کاله وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ لاسلیک شو.
 
د سیاسي چارو کارپوه محمد رحیم صمدي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې امریکایانو په افغانستان کې د خپل شل کلن پوځي حضور په ترڅ کې د افغانانو په وړاندې بې شمېره جنایتونه کړي، نو د دوحې د تړون لاسلیک باید په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو د توجیه وړ نه وي. .
 
هغه ټینګار کړی، چې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې د بشریت ضد جنایتونه ترسره کړی، نو باید یوه بې طرفه نړیواله اداره جوړه شی، چې په افغانستان کې د امریکایی او برتانوی پوځیانو جنایتونه وڅېړی.
 
صمدي څرګنده کړه: امريکا او د ناټو غړي هېوادونه بايد د شهيدانو کورنيو ته د هغو جنايتونو په بدل کې چې په تيرو شلو کلونو کې د افغانستان د خلکو په وړاندې ترسره شوي دي تاوان ورکړي.
 
د سیاسي چارو دغه کارپوه زیاته کړه، چې امریکا په افغانستان کې په حضور سره زموږ د هېواد ټول بنسټونه ویجاړ کړل، په دې موده کې یوازینی کار د اداري فساد او اخلاقي فساد ته وده ورکول وو.
 
هغه وویل: د اسلامي امارت مشران باید د امریکا د جنایتونو په اړه نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي او تعقیب یې کړي.
 
په همدې حال کې د پوهنتون استاد سید رحمت الله حسیني له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د افغانانو له شل کلن مقاومت وروسته امریکا ماتې ومنله او مجبوره شوه چې له اسلامي امارت سره تړون لاسلیک کړي چې له هیواده ووځي.
 
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مشران باید د امریکا پر وړاندې هوښیار سیاست ولري، ځکه امریکایان هیڅ اصول نه مراعاتوي، له همدې امله یې د دوحې د تړون له لاسلیک سره سم د افغانانو شتمنۍ بندې کړې دي.
 
حسیني زیاته کړه، د دوحې له تړون نه د امریکا نه مراعت په افغانستان کې د بېکارۍ او بې وزلۍ لامل شوی او د بشري حقونو مسایلو ته په پام سره پر ځینو هېوادونو فشار راوړي چې اسلامي امارت په رسمیت ونه پیژني.
 
همدارنګه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې د تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت په خپل ټویټر کې لیکلي: د دوحې تړون او د هغې پایلې وښوده چې افغانستان بې وارثه هېواد نه دی، بلکې معقول او جدي شرایط لري.
 
په همدې حال کې د ۱۳۹۸ کال د حوت په ۱۰مه په دوحه کې د امریکا د لوړپوړو چارواکو او د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ یو تاریخي هوکړه لیک لاسلیک شو.
 
https://avapress.com/vdciwqarzt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته