دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 266660
د قوش تپې کانال د لومړي فاز کار په سلو کې ۵۸ سلنه بشپړ شوی
د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عتاش ويلي، چې د قوش تپې کانال د لومړي فاز کار به تر راتلونکیو شپږ میاشتو پورې بشپړ شي.
افغان غږ خبری آژانس: د رییس الوزار اقتصادي او اداري مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي د قوش تپې کانال د کار له پرمختګ څخه د څارنې لپاره بلخ ته سفر کړی دی.
 
 دوی وايي، چې د کانال کار به په جدي توګه وڅاري او د دې پروژې له بشپړېدو سره به افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې پر لوري ګامونه واخلي.
 
ملا عبدالغني برادر وايي، د دې پروژې له بشپړلو سره به افغانستان د ځان بسیاینې لورته حرکت وکړي. دا مهال څه باندې څلورزره وسایط او ماشینري د دې کانال په سل پرخو کې پر کار بوخت دي.
 
دوی وایي؛ د دې کانال کار پر درې پړاوونو وېشل شوی، چې په پېنځو کلونو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
اوس مهال د لومړي پړاو یا فاز چارې ۵۸ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې به یې په شپږ میاشتو کې بشپړې شي.
 
خلک په دې باور دي، چې د دغه کانال له جوړېدو سره به د آمو سیند له اوبو څخه افغانستان خپله برخه واخلي؛ خو د سیمې د یو شمېر هېوادونو اندېښنې یې راپارولي دي.
 
 دغه کانال، چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰۰ متره سور لري د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پیل او د بلخ او جوزجان ولایتونو له لارې د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې غزیږي.
 
https://avapress.com/vdcb00b5grhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته