دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 267797
سپاه پاسداران: په سوریه کې د صهیونیسټ رژیم وروستی جنایت به بې ځوابه پاتې نه شي!
د ایران د اسلامی انقلاب ګارډ قول اردو د صهیونیسټی رژیم په تیریګر هوایی حملې کښې په سوریې کښې د خپلو دوو پوځی سلاکارانو د وژل کیدو په غبرګون کښې په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ د صهیونیسټ رژیم د جنایتکارو جنایتونه به بی ځوابه نه پاته کیږي او تاوان به ورکوی.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایران د اسلامی انقلاب ګارډ قول اردو نن یکشنبه (حمل ١٣) په یوه خبرپاڼه کې د مقداد مهقانی جعفرآبادی چې یو وفادار، مخلص، بې غرضه او پاک افسر او د میلاد حیدری د شهادت په مناسبت تسلیت ووایه. هغه په ​​سوریه کښې د سپاه پاسداران د پوځی سلاکارانو د تیرې جمعې په ورځ د دمشق په څنډو کښې د صهیونیسټ رژیم د تیریو په باره کښې اعلان وکړ: جعلی او جنایتکار صهیونیسټ رژیم به په سوریې د حملې د جنایتونو تاوان ورکړی.
په سوریه کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د پوځي سلاکار "مقداد مهقانی جعفرآبادي" د تېرې جمعې په ورځ د دمشق په څنډو کې د صهیونیسټانو په برید کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو د جمعې په سهار په دمشق کښې په يوولسو هدفي ګاډو بمباري وکړه.
د سوریې د رسنیو د راپور له مخې په الدیمس سیمه د صهیونیسټی رژیم د تیریګرو الوتکو له خوا حمله شوې ده .
د سوریې د پوځ هوایی دفاع توانیدلی چې څو توغول شوی راکټونه شنډ کړی.
https://avapress.com/vdcdn50x5yt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته