دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 267881
په بلخ کې د داعش شپږ غړي ووژل شول
دبلخ ولايت امنيتي ځواکونو تيره شپه ددغه ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ په انګر مهدي سيمه کې د داعش ډلې په پټنځايونو د بريد په ترڅ کې ددغې تروريستي ډلې شپږ تنه غړي وژلي .
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د راپورونو له مخې، تېره شپه د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو او د داعش ترهګرې ډلې د جنګیالیو ترمنځ د سختې نښتې شاهده وه.
 
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند آصف وزيري وايي، تېره شپه د دوی امنيتي ځواکونو د داعش ډلې پر وړاندې چاڼيز عمليات کړي دي.
 
هغه وویل چې دغه عملیات د داعش ترهګرې ډلې د ۶ تنو جنګیالیو په وژلو سره په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل.
 
خو نوموړي په دې عملياتو کې د امنيتي ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
 
امنیتي چارواکو د دغه برید په اړه نور جزیات او د وژل شویو کسانو هویت نه دی خپور کړی.
 
د حوت په ۱۸مه د بلخ والي محمد داوود مزمل په خپل دفتر کې د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا ووژل شو، چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.
 
د بلخ د والي پر دفتر له برید دوه ورځې وروسته په مزارشریف کې د تبیان مرکز او افغان غږ خبری آژانس خبري آژانس د نمایندګۍ په دفتر کې تروریستي برید وشو، چې په پایله کې یې درې خبریالان ووژل شول او ۳۷ نور ټپیان شول. داعش هم د دغې ترهګرې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.
 
د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست د یکشنبې په ورځ (حمل ۱۳) د داعش ترهګرې ډلې د یوه غړي چې د تبیان په مرکز په برید کې یې لاس درلود د نیول کیدو ویډیويي خپور کړ.
 
https://avapress.com/vdch6qniz23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته