دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 268110
د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه د دغه هیواد څه باندې ۲۰۸ اتباع خوشي شول
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ په هڅو د جمعې په ورځ د دغه هېواد ۲۰۸ اتباع د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ازاد او هېواد ته ولېږدول شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه هېواد ۲۰۸ اتباع د جمعې په ورځ د اګست په ۱۸ مه د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ازاد شول.
 
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې تر دوه زره زیات افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته را انتقال شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdfj0xzyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته