دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 268365
امیرخان متقي د سمرقند په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن سهار (پنجشنبه، حمل ۲۴) په یوه ټویټ کې لیکلی، چې تمه ده د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سمرقند غونډې په څنډه کې د سیمې د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
 
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه به نن د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي.
 
په دې غونډه کې به د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
 
د دې غونډې اجنډا تر اوسه نه ده اعلان شوې، خو په دې برخه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د سیاسي ستونزو د هواري او د بشري او ټولنیز ثبات د ټینګښت لپاره د سیمه ییزو شریکانو له خوا د اقداماتو غوښتنه شوې ده. د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې به د دغه هېواد پر اقتصادي وضعیت خبرې وشي.
 
دغه وزارت وايي: "په افغانستان کې د پیچلي امنیتي وضعیت او د ترهګرو فعالیتونو او د نشه‎يي توکو د تولید زیاتوالي ته په کتو، د سیمې په هېوادونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او له نشه‎يي توکو سره د مبارزې لپاره د هڅو همغږي ځانګړی اهمیت لري."
 
https://avapress.com/vdcfvcd0tw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته