دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 268812
په کابل کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ په ډاډمنه فضا کې تېره شوه/ د پوستو زیاتوالی او د اسلامي امارت د ځواکونو چمتووالی
د کابل ښاریان وايي چې د کوچني اختر لومړۍ ورځ یې په ډاډمنه فضا کې تېره کړه. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د امنیت د تامین لپاره د پوستو د زیاتوالي او د اسلامي امارت د ځواکونو د چمتووالي خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د اختر لومړۍ ورځ یې په ډاډمنه فضا کې تېره کړه. د کابل اوسېدونکی نوراغا وايي: "موږ له شته امنیت خوښ یو او دوی ته دعا کوو."
 
د کابل يو بل اوسېدونکی "شير اغا" وايي: "د امنيتي ځواکونو تعامل ښه دی او امنيت برابر شوی دی."
 
خو د پلازمېنې یو شمېر نور اوسېدونکي د لا زیاتو امنیتي تدابیرو غوښتونکي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور وايي، امنیتي ځواکونه به هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د اختر په ورځو کې امنیت ګډوډ کړي.
 
هغه وايي: "موږ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې ستاسو امنيتي ځواکونه شپه او ورځ کار کوي ترڅو د ډاډمن چاپېريال رامنځته کړي."
 
د ځانګړو امنیتي ځواکونو قومندان ضیا الله هم ټینګار وکړ: "موږ د هېواد د امنیت او سولې په موخه راغلي یو، څو هېوادوال په سوله کې اختر ولمانځي."
https://avapress.com/vdccs4qii2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته