دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 268855
فرانسه کې ۹ تنه افغانان د انساني قاچاق په تور محکوم شول
په پاریس کې یوې محکمې ۹ تنه افغانان د فرانسې له شمال څخه بریتانیا ته د کډوالو د قاچاق په تور په بند محکوم کړل.
افغان غږ خبری آژانس: د پاریس یوې محکمې ۹ تنه افغان اتباع د فرانسې له شمال څخه بریتانیا ته د مهاجرو د قاچاق په تور په بند محکوم کړل.
 
د دغې ډلې مشر په شپږ کاله بند او ۳۰ زره یورو جریمه محکوم شوی دی.
 
درې تنه نور په پنځه کاله بند او ۲۵ زره یورو جریمه محکوم شول. د نورو پنځو کسانو سزا کمه ده.
 
محکمې ویلي، چې دغه ټول کسان باید له فرانسې وایستل شي او د زندان د مودې له پوره کېدو وروسته خپل هېواد ته ولېږل شي.
 
د تورنو کسانو پلټنه هغه مهال پیل شوه چې په ۲۰۲۰ کال کې د فرانسې او بریتانیې د ګډو عملیاتو څانګې د فرانسې په شمالي ساحل کې د شبکې د یوه غړي د بې شمېره خوځښتونو راپور ورکړ، او بیا د غیر قانوني مهاجرت او د غیرقانوني مهاجرینو د استخدام سره د مبارزې دفتر، ټیلیفوني خبرې اترې وکړې. او بانکي راکړې ورکړې، شبکه تر کنټرول لاندې راولي.
 
د فرانسې د ناقانونه کډوالۍ ضد ادارې له څېړنو وروسته، د دغه هېواد پولیسو تېر کال نهه کسان له ۲۲ نورو مهاجرو سره چې د پاریس په څنډه کې په یوه وران شوي کور کې ځای پر ځای شوي وو، ونیول.
 
قاضي د تورنو کسانو لپاره د اعظمي سزا غوښتنه وکړه، ویې ویل چې دوی "په قصدي توګه د خلکو ژوند په خطر کې اچوي."
 
https://avapress.com/vdcjioe8iuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته