دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 269264
د مزار شریف - هرات - کندهار د ریل پټلۍ د پروژې لومړني کارونه به په نږدې راتلونکي کې پیل شي
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د مزار شریف - هرات کندهار د ریل پټلۍ د پروژې لومړني کارونه پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه دفتر د دوشنبې په ورځ (ثور ۱۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې پریکړه وشوه چې د دغه ریل پټلۍ د پروژې لومړني کارونه پیل شي.
 
په اعلامیه کې ویل شوي چې له دې وړاندې د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون د ریل پټلۍ ریاست ته دنده سپارلې وه چې د یوې داسې پروژې په نښه کړي چې په داخلي عوایدو به بشپړې شي او دغه ریاست د مزار شریف - هرات - کندهار د اورګاډي پټلۍ پروژه په نښه کړې ده. .
 
د دې پروژې د لګښت په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال د دې پروژې اوږدوالی ۱۴۶۸ کیلومتره اټکل کړی او ویلي یې دي چې دا پروژه به له نهو ولایتونو، ۳۷ ولسوالیو او ۸۰۰ کلیو څخه تېرېږي.
 
دغه دفتر زیاته کړې چې دغه پروژه به په دوو پړاوونو کې بشپړه شي. لومړی پړاو د مزارشریف او هرات ترمنځ ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري.
 
ويل شوي، چې د دې ٨١١ کيلومترو په اوږدوالي د پروژې دويم پړاو له هرات څخه پيلېږي او له فراه، نيمروز او هلمند ولايتونو تېرېږي او د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته رسېږي.
 
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې د دې پروژې په پلي کیدو سره به ختیځه اسیا د افغانستان له لارې له ایران، ترکیې او اروپايي هیوادونو سره ونښلول شي.
 
https://avapress.com/vdcepo8wejh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته