دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 269485
په افغانستان کې د پراخې بې وزلۍ په اړه د ګوترش څرګندونې له حقیقته لرې دي
د اسلامي امارت د مالیې وزارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش وروستۍ څرګندونې رد کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوحې د ناستې په پای کې ګوتریش وویل، افغانستان له ستر اقتصادی بحران سره مخ دی او ۹۰ سلنه خلک یې په فقر کې ژوند کوی، شپږ میلیونه خلک له قحطۍ سره مخ دی او ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لری.
 
د اسلامي امارت د مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ګوترش څرګندونې له حقیقته لرې او غیر عادلانه بللې او رد کړې دي.
 
دغه وزارت وايي، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي. په دې برخه کې د مالیې وزارت له داخلي عوايدو څخه د ملي بودجې د وضع کولو او د دې رياستونو د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې حکم ياد کړ.
 
د مالیې وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي چې په داسې حال کې چې د افغانستان ملي شتمنۍ په "ظالمانه" ډول کنګل شوې او د بانکدارۍ سکتور ته ستونزې جوړې شوې، اوسني حکومت د "بریالیو" اقتصادي کړنو پر بنسټ د افغانۍ ارزښت ساتلی دی او بانکي سکتور د پام وړ پرمختګ کړی دی.
 
دغه وزارت له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان اوسنی وضعیت دقیق او د واقعیت پر بنسټ وڅیړي.
 
د اسلامي امارت د مالیې وزارت زیاته کړې، چې په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د اتباعو په وړاندې د نړیوالو بنسټونو اصلي مسوولیت دا دی چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون او د بانکي بندیزونو د لیرې کولو لپاره بې پرې او عملي اقدامات وکړي.
 
په افغانستان کې د جمهوري ریاست له ړنګیدو او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د امریکا په یوه بانک کې د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ چې اوه ملیارده ډالره هم په کې دي کنګل شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcjohe8iuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته