دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 269716
د ایران او افغانستان تر منځ د اسلام قلعه پوله ۲۴ ساعته فعاله شوه
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره تر خبرو اترو وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ د «اسلام قلعه» مهمه پوله ۲۴ ساعته خلاصه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت یوه ویډیو خپره کړه او اعلان یې وکړ چې د کابل او تهران تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې په موخه د شوې هوکړې په پایله کې د «اسلام قلعه» مهمه سرحدي پوله ۲۴ ساعته پرانیستل شوه.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په اعلامیه کې راغلي: د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ته د ایران د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت د مشرتابه له خبرو اترو او کتنې وروسته کاري ساعتونه ۲۴ ساعته وغځول شول.
 
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ رئیس نورالدین عزیزي د تیر کال په حوت په میاشت کې د ایران د اسلامي جمهوریت خراسان رضوي ښار ته د خپل سفر او د دغه ولایت له والي سره د کتنې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د اسلام قلعه ګمرک دې ۲۴ ساعته خلاص وي.
 
د خراسان رضوي ولایت د چارواکو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، د اسلام قلعه له بندره هره ورځ په منځني ډول د ۵۰۰ موټرو داخلېدل او وتل.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اسلام قلعه بندر کاري ساعتونه اته ساعته وو.
 
https://avapress.com/vdcgqy9x3ak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته