دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 269880
د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د سمدستي خوشې کولو امر کړی
نړیوالو رسنیو د پاکستان د قضايي چارواکو په حواله ویلي چې د دغه هېواد د سترې محکمې مشر د عمران خان د سمدستي سپارلو امر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بندیال اعلان کړی چې د محکمې په انګړ کې د پاکستان د مفتشینو لخوا د عمران خان نیول د قضايي نظام د سپکاوي یوه ښکاره بیلګه ده.
 
هغه زیاته کړه: عمران خان په یوه بله قضیه کې د حاضریدو لپاره احضار شوی وو او د پاکستان د تفتیش ادارې هیڅ حق نه درلود چې هغه په ​​محکمه کې ونیسي.
 
د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي د پاکستان مفتشانو ته یوازې یو ساعت وخت ورکړی چې عمران خان عدالتي نظام ته وسپاري.
 
دوه ورځې وړاندې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران محکمې ته د حاضرېدو پر مهال د دغه هېواد د پولیسو له خوا ونیول شو. د پولیسو له دغه اقدام وروسته د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د عمران خان زرګونه پلویان سړکونو ته راووتل او د دغه هېواد له پولیسو سره یې نښتې وکړې.
 
عمران خان د صدراعظمۍ پر مهال په مالي فساد تورن دی. څو اونۍ وړاندې کله چې پوليسو غوښتل هغه په ​​لاهور ښار کې ونيسي، د هغه پلويانو يې مخه ونيوله او د پوليسو او د عمران خان د پلويانو ترمنځ شخړه څو ورځې روانه وه.
 
https://avapress.com/vdciv3arut1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته