دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 269954
اسلامي امارت باید اجازه ورنکړي چې افغانستان د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي
د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له څرګندونو وروسته چې د افغانستان په مسئله کې د سیمې او لویدیځ هېوادونه د نظر اختلاف لري، د سیاسي چارو کارپوهان وايي: د اسلامي امارت مشران باید په افغانستان کې د مداخلې د مخنیوي لپاره هوښیار سیاست غوره کړي. د نړۍ ځواکمن هیوادونه د خپلو اختلافاتو له امله اجازه نه ورکوي چې افغانستان ونیسي او د تیرو لسیزو په څیر یې د نیابتي جګړو په ډګر بدل کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، چې د دوحې ناسته د سیمې او لویدیځ ترمنځ د نظر اختلاف له امله کومه پایله نه درلود.
 
د دوحې غونډه چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو په حضور کې د دوشنبې په ورځ (ثور ۱۱) جوړه شوې وه، د دغې غونډې موخه دا وه چې د نړیوالې ټولنې ترمنځ د سولې د خبرو د څرنګوالي په اړه ګډ تفاهم ته ورسېږي. تر څو له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي.
 
د سیاسي چارو کارپوه نصرت الله قادري له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي امارت مشران باید د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د مداخلې د مخنیوي لپاره هوښیار سیاست غوره کړي او اجازه ور نه کړي، چې د خپلو اختلافاتو له امله افغانستان د خپلو نیابتي جګړو په ډګر بدل کړي.
 
نوموړي زیاته کړه، په هېواد کې د جګړې د مخنیوي لپاره باید اسلامي امارت په خپل بهرني سیاست کې انډول وساتي، په بهرني سیاست کې د توازن په ساتلو سره د هېوادونو تر منځ انډول رامنځته کېږي او د ملي ګټو په ساتلو سره نړیوالو ننګونو ته ځواب ویل کېږي.
 
دغه سیاسي کارپوه ټینګار وکړ، چې افغانستان باید د یوه مشخص هېواد پر لور ولاړ نه شي او د نورو هېوادونو په تېره بیا د سیمې د هېوادونو ګټې له پامه ونه غورځوي، ځکه د سیمې له هېوادونو سره اړیکې د افغانستان د وضعیت پر ښه والي مستقیمې اغېزې لري.
 
قادري څرګنده کړه، که د اسلامي امارت مشران د افغانستان په چارو کې د ځینو هېوادونو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ونه کړي، هېواد به یو ځل بیا د سترو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ ډګر شي.
 
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه صدیق رسولي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي: په افغانستان کې د هېوادونو د ګټو تضاد د جګړې او سولې په برخه کې د سیمې او نړۍ د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف لامل شوی دی.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت باید د نړۍ او سیمې د هېوادونو د مشروعو ګټو په نظر کې نیولو سره خپله بهرنۍ تګلاره په افغانستان کې د هېوادونو تر منځ د ګټو د ټکر د مخنیوي په موخه تعدیل کړي، که نه دا هېوادونه به د دولت د مخالفینو ملاتړ وکړي.
 
رسولي د دې په بیانولو سره چې اسلامي امارت د پيژندګلوۍ ډیری تګلاری بشپړې کړي، یادونه وکړه چې په افغانستان کې موجوده حکومت باید د سیمې او نړۍ د هیوادونو د پیژندګلوۍ لپاره د قناعت وړ وګرځي.
 
د دوحې ناستې ته په غبرګون کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې افغان حکومت د سیمې او نړۍ له ټولو بنسټونو او هېوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړي.
 
هغه زیاته کړه، هر ډول انزوا، فشار او بندیزونه کار نه کوي، بلکې ستونزې او اندېښنې له ډیپلوماټیکو لارو هوارې کېدای شي.
 
په همدې حال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د دایمي غړو، د اسلامي همکاریو د سازمان، د شانګهای سازمان او د اروپايي ټولنې د استازو په ګډون د ۱۹ هېوادونو استازو ګډون کړی و. غونډې ته د اسلامي امارت استازي نه وو بلل شوي.
 
https://avapress.com/vdcamonuy49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته