دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 270557
وانګ یو: د افغانستان او چین ترمنځ به مستقیمې الوتنې نن پیل شي
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان او چین ترمنځ مستقیمې الوتنې به نن (جوزا ۳) بیا پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان او چین ترمنځ مستقیمې الوتنې به نن بیا پیل شي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن چهارشنبه (جوزا ۳) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د چین سفیر په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره عادي اړیکې لري او غواړي ترڅو دوی نور هم پیاوړي شي.
 
هغه زياته کړه، چې نن (جوزا ٣) به د افغانستان او چين ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي. د عینک د مسو کان د پروژې لومړنۍ چارې به ګړندۍ شي. چین ته به د افغانستان صادرات په ځانګړي ډول د انارو زیات شي او د کمهوري روغتون د بیارغونې ترڅنګ به د کم لګښته کورونو جوړولو پروژه هم پرانستل شي.
 
متقي دغه راز وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو پيل به د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت وي. هغه غوښتل چې د ویزې په صادرولو کې نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
https://avapress.com/vdcbsgb5zrhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته