افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د دوشنبې په ورځ د جوزا په ۱۵مه په کندهار ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو یوه لویه فابریکه پرانستل شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د «سینو فارما» ملي فابریکه به په یوه شفټ کې ۵،۶ میلیونه ټابلیټونه، دوه میلیونه کپسولونه او ۶۰ زره بوتله شربت تولید کړي.
د هغه په وينا، د "سنو فارما" فابريکې ونډه ٧١ سوداګر او شرکتونه دي او ٥٠ ميليونه ډالره به يې د غني کولو لپاره ولګول شي.
ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي، چې د «سنوفرما» درمل به په ټول هیواد کې هغه بیه ولري، چې د هغې په بسته بندۍ لیکل شوې وي.