دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 271595
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید د پروژې پر پیل ټینګار وکړ
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د ګلبهار پانګونې شرکت له مشر سره په کتنه کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې پر چټکتیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د اوبو او انرژی وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه کتنه کې د وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې ژر تر ژره دې د اوبو او برښنا وزارت ترمنځ د خبرو اترو بهیر چټک کړي او به د لا همغږۍ په موخه ګډه غونډه وکړي.
 
له بلې خوا د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د «سپن زر» تولیدي شرکت له مشر سره د ګازو او لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ژر تر ژره دې د اوبو او انرژۍ وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او یاد شرکت تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شي.
 
په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت د ډبرو سکرو او لمریزو سرچینو څخه د برښنا د تولید د پروژو د پیل خبره کوي، په دې ورځو کې د کابل په لویدیځ کې د ښاریانو لپاره تر ټولو سخته ستونزه د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی دی، چې دغه وزارت یې په وار وار له ستونزو سره مخ کړی دی. د کابل په لوېديځ کې د څښاک د اوبو د کمښت د ستونزې د هواري اعلان وکړ، خو تر اوسه کوم عملي کار نه دی شوی.
 
https://avapress.com/vdceoz8wnjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته