دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 271701
په هېواد کې په دې وروستيو ورځو کې د طبيعي پېښو له امله شپږ تنه مړه شوي دي
د اسلامي امارت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په هېواد کې په وروستیو ورځو کې طبیعي پېښو ۶ تنه وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي نن (سه شنبه، جوزا ۲۳) یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې په غور، بدخشان، پکتیا، کنړ، تخار، نورستان او پروان ولایتونو کې د سېلابونو، ځمکې ښوېدنې، سختو بارانونو او توپانونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د دغه وزارت ویاند وايي، په دغو پېښو کې د استوګنې ۳۰ کورونه په جزوي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۸۵ کوچني بندونه او اووه پلونه هم ویجاړ شوي دي.
 
رحيمي وايي، چې په دغو پېښو کې ٨٣٢ څاروي له منځه تللي او يو شمېر باغونه له منځه تللي دي.
 
نوموړی زیاتوي، چې دغه اداره د مرستندویه ادارو په همکارۍ د طبیعی پېښو قربانیانو ته پاملرنه کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو اوونيو کې سېلابونو په هېواد کې ګڼ شمېر خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcdzf0xfyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته