دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 271889
په ننګرهار کې سېلابونو لسګونه هکتاره کروندې ویجاړې کړې
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې سېلابونو او سختو بارانونو د ۸۱ جریبه غنمو د کروندو او ۱۱ د استوګنې د کورونو په ګډون لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن سه شنبه د جوزا په ۲۷ مه خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې د سیلابونو او سختو بارانونو له امله د کرنیزو ځمکو او د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.
 
د ننګرهار چارواکي وايي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې اورښتونو کروندګرو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
 
ديوبل خبرله مخې: د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ په "ابزغنيه" او "اوغازي" سيمو کې بارانونه او سيلابونه راوتلي دي.
 
د ننګرهار د رسنیو د معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو او بارانونو له امله ۸۱ هکتاره غنم، دوه هکتاره د مڼو او زردالو باغونه، ۱۱ د استوګنې کورونه، دوه هټۍ، یو جومات، یو مل او ۳۵ بندونه ویجاړ شوي دي.
 
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار محمد له مرستندويه ادارو وغوښتل، چې له زيانمنو شويو کروندګرو، بڼوالو، مالدارانو او نورو سره لازمې مرستې وکړي.
 
د راپورونو له مخې، څه موده وړاندې په دغه ولايت کې سېلابونو او سختو بارانونو کروندې ويجاړې کړې او دوه تنه يې ووژل.
 
https://avapress.com/vdcaa6nuo49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته