دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 272019
یونیسف په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) دفتر وايي، دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن (دوشنبه، جوزا ۲۹) په ټویټر کې لیکلي چې د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ یې له دغو مرکزونو سره مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق دا نه ده څرګنده کړې چې دغه روغتیايي مرکزونه د افغانستان په کومو ولایتونو کې دي.

یونیسف ویلي، چې له دې ملاتړ سره تر پنځو میلیونو ډېر کسان له "کیفیته" روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د روغتيايي مرکزونو نشتوالى، د درملو او خدمتونو ټيټ کيفيت په هېواد کې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر وړاندې له عمده ننګونو څخه دي.
https://avapress.com/vdcgqx9xyak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته