دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 272103
له مزارشريف ښار څخه خپلو اصلي سيمو ته د بې ځايه شويو د راستنېدو بهير پيل شو
د بلخ ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس وايي، د مزارشريف ښار په شاوخوا کې شاوخوا لس زره بې ځايه شوې کورنۍ مېشتې دي او خپلو اصلي سيمو ته د راستنېدو لپاره يې لازم تدابير نيول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: د بلخ ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوی اسدالله وفا د سه شنبې په ورځ (جوزا ۳۰) د نهرشاهي ولسوالۍ په سیاه ګرد کلي کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټي ته د بې ځایه شویو د راستنیدو بهیر پرانیست.
 
هغه زياته کړه، چې د مزارشريف ښار په شمال کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د استوګنې ښارګوټي شاوخوا ٣١٠٠ جريبه ځمکه لري او د دې هستوګنې اوسېدونکي د جګړو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.
 
هغه څرګنده کړه، په دغه ښارګوټي کې ښوونځي، روغتيايي مرکزونه، جوماتونه، ټولنيز مرکزونه او د خلکو د استوګنې کورونه د جګړو له امله ويجاړ شوي او له لسو کلونو راهيسې دغه ښارګوټی نه دی آباد شوی، خو د اسلامي امارت حکومت هوډمن دی، چې د ورانۍ د بيارغاونې چارې پيل کړي او د خلکو لپاره ژوند برابر کړي.
 
مولوي وفا زياته کړه، چې د دې هستوګنې ځمکې د جمهوري رياست پر مهال د خلکو ترمنځ وېشل شوې وې او دغې ادارې د وېشل شويو اسنادو له مخې د دې هستوګنې ځمکې خپلو خاوندانو ته سپارلې دي.
 
هغه زياته کړه، چې تر اوسه په دغه ښارګوټي کې ٦٠ کورنۍ د تابعيت او مالکيت د اسنادو له مخې مېشتې دي.
 
د بلخ ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس وويل: "له مزارشريف څخه د څه باندې لس زره بې ځايه شويو کورنيو د راستنېدو لپاره لازم تدابير نيول شوي دي."
 
له بلې خوا د مولانا جلال الدين محمد بلخي ښارګوټي يو تن اوسيدونکي الله داد خاکسار په دغه ښارګوټي کې د ميشتو کورنيو ستونزو ته په اشارې سره وويل: برښنا، د څښاک پاکې اوبه، ښوونځى، جومات او هر ډول اسانتياوې نشته. له اسلامي امارت څخه غواړو چې په دې برخه کې توجه وکړي.
 
هغه زیاته کړه: موږ مجبور یو چې په خپل ځای او سیمه کې ژوند وکړو ځکه په ښار کې د کور کرایه نه شو ورکولای. زموږ د ژوند لپاره اوبه او اسانتیاوې پخوا موجودې وې، خو اوس نشته.
 
د دې هستوګنې يو بل اوسېدونکى غفار وايي، چې پخوا د مولانا جلال الدين محمد بلخي په مینه کې د خلکو ژوند عادي او ښه و، خو د جګړو له امله خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول او د اوس لپاره يې د بېرته ستنېدو زمينه برابره شوي خو د ژوند اسانتياوې نه لري او دلته ماشومان، ښځې او نارينه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د تېرو څلورو لسيزو جګړو په ترڅ کې زرګونه کورنۍ له خپل اصلي ځاى څخه بې ځايه شوې او په هېواد کې دننه او بهر کډوالې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcawunue49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته