دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 272253
په افغانستان کې د کرنیزو ځمکو کچه ۷،۷ سلنه زیاته شوې ده
د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د اټکل له مخې په ۱۴۰۲ کال کې تر کښت لاندې کرنیزې سیمې د تېر کال په پرتله ۷،۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ریموټ سینسنګ ټکنالوژۍ او سپوږمکۍ د انځورونو په کارولو سره یې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په لر او بر کې کرل شوې سیمې شنه او للمي سره بېلې کړې دي.
 
دغه رياست وايي، په ټول هېواد کې په ١٤٠٢ کال کې شاوخوا ٢،٨ ميليونه هکتاره کرل شوې ځمکه ده، چې دوه ميليونه هکتاره يې شنه او ٨٠٤ زره هکتاره يې للمي ده.
 
د احصایې او اطلاعاتو وزارت زیاته کړې، چې د دغه اټکل په پام کې نیولو سره په ۱۴۰۲ کال کې د کرنې وړ ځمکې د تېر کال په پرتله ۷،۷ سلنه زیاتې شوې دي.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په هرات، کندوز، پکتيکا او پکتيا ولايتونو کې تر اوبو لاندې سيمې تر ټولو زياتې شوې او په تخار، بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو کې د نورو ولايتونو په پرتله د للمي ځمکې ډېرې شوې دي. له بلې خوا په نیمروز او فراه ولایتونو کې د کوکنارو کښت کم شوی دی.
 
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د کافي اوبو نشتوالی د کروندګرو لپاره یوه جدي ننګونه ده.
 
https://avapress.com/vdcgnx9xwak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته