دخپریدو نیټه :جمعه ۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 272515
پوتین: قرآن کریم ته سپکاوی په روسیه کې جرم دی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، مسکو د قرآن کریم او د مسلمانانو مذهبي احساساتو ته درناوی کوي او د قرآن کریم سپکاوی په روسیه کې جرم دی.
افغان غږ خبری آژانس: ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ د داغستان جمهوریت په دربند ښار کې د جمعې له جومات څخه د لیدنې پر مهال دې ته په اشارې سره چې په ځینو هیوادونو کې د خلکو مذهبي احساساتو ته درناوی نه کیږي د مسلمانانو انجیل ته سپکاوی جرم نه ګڼو، ټینګار وکړ: خو دا کار زموږ په هیواد کې جرم ګڼل کیږي.
 
هغه زیاته کړه: دواړه د اساسي قانون او د روسیې فدراسیون د جزا قانون د ۲۸۲ مادې پر بنسټ. د مذهبونو ترمنځ بې احترامي او نفاق رامنځته کول جرم دی او موږ به تل د قانون پیروي کوو.
 
د ایران د مطبوعاتو له مخې، پوتین دا څرګندونې دوه اونۍ وروسته له هغې کوي چې د سویډن د استیناف محکمې د سویډن د پولیسو لخوا د قرآن کریم د سوځولو په اعتراض کې اعلان شوی بندیز رد کړ او پولیسو د دغې مظاهرې تنظیم کوونکو ته اجازه ورکړه. د چهارشنبې په ورځ، چې د مسلمانانو د لوی اختر سره سمون خوري، هغه د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله.
 
په وروستیو کلونو کې یو شمېر اروپايي هېوادونه په ځانګړې توګه سویډن د مسلمانانو د مقدساتو د سرغړونې او سپکاوي ډګر دی. د سویډن د پولیسو په ملاتړ د ښي اړخو سخت دریځو قرآن کریم ته اور ورته کړی او د مسلمانانو مظاهرې یې هم درولې دي.
 
په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په اړه غبرګونونه
د ایران، اردن، ترکیې او یمن د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو په سویډن کې د قرآن کریم سپکاوی په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو پارونکی او توکمپاله عمل بللی او ټینګار یې کړی چې د قرآن کریم سپکاوی په بشپړه توګه د نه منلو وړ او توکم پاله جنایت دی او د سویډن حکومت د دې مسؤولیت په غاړه لري، دا یو جرم دی چې د نظر او بیان له ازادۍ سره هیڅ تړاو نه لري چې لویدیځ هیوادونه یې تکراروي.
https://avapress.com/vdchzinim23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته