دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 272691
د چین له سفیر سره د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر لیدنه؛ د سياسي او اقتصادي مسايلو د پرمخ بيولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بايد پياوړې شي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقی په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل او دواړو لورو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی نن ماښام (دوشنبه، سرطان ۱۲) په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر سیاسی او اقتصادی مسایلو خبرې وکړې.
 
هغه زیاته کړه، په دې کتنه کې دوی ټینګار وکړ چې د سیاسي او اقتصادي مسایلو د تعقیب او ګړندي کولو لپاره دې د دواړو لورو د څانګو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو راهیسې چین له اسلامي امارت سره پراخې اړیکې لرلې او په بیجینګ کې یې د افغانستان سفارت سرپرست حکومت ته سپارلی دی.
 
له بلې خوا چین د افغانستان د کانونو په برخه کې له سرپرست حکومت سره څو ستر قراردادونه لاسلیک کړي دي.
 
https://avapress.com/vdccoiqis2bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته