دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 272841
د کندهار انګور هره ورځ پاکستان ته صادرېږي
د کندهار سیمه ییز چارواکي د چهارشنبې په ورځ (سرطان ۱۴) وویل، چې له کندهار ولایت څخه بهر ته د انګورو صادرات پیل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د دغو چارواکو په وینا له سپین بولدک څخه هره ورځ تر ۴۰۰ ټنو پورې انګور د یخچال لرونکو لاریو له لارې پاکستان ته صادریږي، خو سوداګر د سپین بولدک په ګمرک کې د دوی لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتونکي دي.
 
بڼوال هم وايي چې سږ کال د کندهار انګور ښه کیفیت لري.
 
د دغه ولايت ډېر باغ لرونکي په دې ورځو کې د انګورو په راټولولو او بسته بندۍ بوخت دي.
 
د ځايي چارواکو په وينا، هره ورځ شاوخوا شل بار وړونکې لارۍ له انګورو بار او پاکستان ته ځي. د کندهار يو شمېر سوداګر وايي، له هوکړې سره سم له انګورو بار بار موټرونه معاينه کېږي او د پلټنو پروسه وخت نيسي او انګور خرابوي، نو له همدې امله غواړي چې په سپين بولدک ګمرک کې دې اسانتياوې برابرې شي.
 
بل خوا د تازه مېوې د صادراتو کمېسیون چارواکي وايي، په سپین بولدک کې ستونزه لویه نه ده او دوی یې د حل لپاره هڅې کوي.
 
د شمېرو له مخې تېر کال له کندهار څخه ۲۵۰ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې وه. چارواکي وايي، سږ کال به د مېوو د حاصلاتو د زياتوالي له امله د صادراتو کچه هم لوړه شي.
 
https://avapress.com/vdcjx8e8vuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته