دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 273035
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په وروستۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې له بنګله دېش سره مخامخ شي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن (سه شنبه، سرطان ۲۰) د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې سره په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې مخامخ شي.
افغان غږ خبری آژانس: ټاکل شوې دغه لوبه د بنګله دیش د چتوګرام په لوبغالي کې د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو پیل شي.
 
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې، چې لومړۍ لوبه یې ګټلې وه، د شنبې په ورځ په دویمه لوبه کې هم سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دوو بریاوو سره یې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
 
د شنبې ورځې په لوبه کې افغان لوبډلې کوربه لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
 
د کرېکټ د نړیوال جام په سیالیو کې چې د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیلېږي، د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په اوومه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې پلان شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcfmmd0tw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته