دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 273045
د ازموینو ملي اداره: له دې وروسته به د کانکور ازموینه په دریو برخو کې واخیستل شي
د ازموينو د ملي ادارې مشر وايي، چې له نن څخه به د کانکور ملي ازموينې په دريو برخو (طبي، ټولنيزو او علمي علومو) کې اخيستل کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل : د ملي ازموینو د ادارې رئیس عبدالباقي حقاني د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه پریکړه به سږ کال عملي شي.
 
حقاني زياته کړه، چې د دې پرېکړې له مخې به د ښوونځيو فارغان د خپل استعداد او لېوالتيا له مخې د خپلې خوښې ډګر ته ډېر داخل شي.
 
حقاني زیاته کړه، چې له دې وروسته به د خصوصي پوهنتونونو د داخلې ازموینې هم د ملي ازموینو د ریاست له خوا اخیستل کېږي.
 
خو يو شمېر محصلين د ملي ازموينو د ادارې د دې پرېکړې هرکلى کوي او وايي، چې په دې سره به په دولتي پوهنتونونو کې د دوى د نوم ليکنې چانس زيات شي.
 
یو تن محصل عباس وايي: "د اسلامي امارت دا کار ډېر ښه دی او موږ ته د کانکور په ازموینه کې د بریالي کېدو ښه چانس راکوي."
 
هغه زیاته کړه: د ملي ازموینو اداره باید هڅه وکړي، چې ټول هغه کسان چې د کانکور په ازموینه کې بریالي شوي، دولتي پوهنتونونو ته داخل کړي، ځکه په دې توګه به په هېواد کې د بې سوادۍ مخه ونیول شي.
 
بل خوا يو بل محصل حفيظ الله وايي، چې ډېرى محصلين د ملي کانکور ازموينې د "مشکلاتو" په پام کې نيولو سره دا کار ډېر ښه دى، چې پوهنتون ته د زياتو محصلينو په داخلېدو کې مرسته وکړي.
 
نوموړی زیاتوي: اوس مهال د کانکور ملي ازموینه د زده کوونکو لپاره د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو یو ښه لامل دی.
 
په ورته وخت کې د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د ښوونځیو د دولسمو ټولګیو د ۱۴۰۲ تنو فارغانو لپاره د کانکور ازموینه د سرطان په ۲۹ او ۳۰ نېټه اخیستل کېږي.
 
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب د دوشنبې په ورځ د سرطان په ۱۹مه وویل، چې په دې ازموینه کې به له نارینه وو څخه ۲۳۱۴ تنه کاندیدان برخه واخلي.
 
نوموړي په دې ازموينه کې د ښځينه کانديدانو د ګډون په اړه څه ونه ويل.
 
خو د ازموینو د ملي ادارې مشر دا نه دي ویلي، چې دا بدلونونه به څه ډول مرسته وکړي، چې پوهنتونونو او د خپلې خوښې په څانګو کې زده کوونکو ته داخل شي.
 
https://avapress.com/vdcgtw9xnak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته