دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 273424
په لوګر ولایت کې د میوو په حاصلاتو کې ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی
د لوګر ولایت د کرنې ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د تازه مېوې حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیات شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواکو په وینا سږ کال له ۳۹۷۷.۳ جریبه باغونو څخه ۴۷۶۲۷.۲ ټنه حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
د معلوماتو له مخې، تېر کال په ۳۹۱۷.۳ جریبه ځمکه کې مېوه کرل شوې وه او ۴۲۹۱۴.۵ ټنه حاصل یې ترلاسه کړی و، خو سږ کال دغه شمېره زیاته شوې ده.
 
په همدې حال کې کروندګر د سږ کال د حاصلاتو له ښه کېدو خوښ دي او له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له دوی سره نورې مرستې وکړي.
 
په دغه ولايت کې د ميوو د حاصلاتو د زياتوالي لاملونه د کرنې د ميکانيزم په برخه کې د کرنې او مالدارۍ رياست هڅې، د باغدارانو ګډون او باغدارانو ته د درملو وېش په ګوته کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې د اسلامي امارت له تسلط وروسته د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې ۷۰۰ جریبه میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي باغونه جوړ شول.
 
https://avapress.com/vdchixnik23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته