دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 273579
عراق له سویډن سره د قرآن کریم د سپکاوي له امله دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې
په سویډن کې یو ځل بیا د قران کریم د سپکاوي او دا ځل د عراق د سفارت د ودانۍ مخې ته د عراق لومړي وزیر په بغداد کې د سویډن له سفیره وغوښتل چې سمدستي له دغه هیواده ووځي. د عراق حکومت هم په سویډن کې د دغه هېواد له شارژدافیر څخه غوښتي چې سمدستي بغداد ته ورشي.
افغان غږ خبری آژانس: د عراق د با نفوذه مشر مقتدا الصدر یو شمیر پلویانو په بغداد کې د سویډن پر سفارت برید کړی او هغه یې سوځولی دی.
 
د پنجشنبې په سهار وختي د سرطان په ۲۹ او له دغه برید وروسته په بغداد کې د سویډن سفارت د ودانۍ په شاوخوا کې د مظاهرو له کبله خپل خدمات تر بل خبرتیا پورې د تړلو او ځنډولو اعلان وکړ.
 
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې «سلوان مومیکا» هغه کس چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ یې قرآن کریم ته اور ورته کړ، په ستاکهولم کې د دغه هېواد د سفارت مخې ته د قرآن کریم او د عراق بیرغ ته سپکاوی وکړ.
 
له بلې خوا د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني د کابینې له غونډې وروسته اعلان وکړ چې له سویډن سره یې د دغه هېواد اړیکې ځنډولې دي.
 
ویل شوي، چې د عراق حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې د ټولو سویډني شرکتونو فعالیتونه ودروي او له دغو شرکتونو سره سوداګري ممنوع ده.
 
له بلې خوا د عراق حکومت د سویډن له سفیره غوښتي چې له عراقه ووځي او په سویډن کې د دغه هېواد له سفیر څخه هم بغداد ته د ستنېدو غوښتنه شوې ده.
https://avapress.com/vdciypar3t1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته