دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 273703
د کرنې وزارت د بزګرانو د ملاتړ په موخه د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړ
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ملاتړ په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو له خونې سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یکشنبې په ورځ د (اسد ۱) د کرنې او مالدارۍ له خونې سره د بزګرانو د ملاتړ په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري وايي، دوی پر بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو د وېش پلان پیل کړی او عملي کېږي.
 
نوموړی زیاتوي، د کرنې وزارت په داسې پلان کار کوي، چې له بزګرانو څخه د کرنیزو محصولاتو په مناسبه بیه رانیسي او د بازار د اړتیا په صورت کې یې په ارزانه بیه پر ښاریانو وپلوري.
 
د کرنې وزارت سرپرست زیاتوي:"موږ په داسې پلان کار کوو، چې له بزګرانو څخه د کرنیزو محصولاتو په مناسبه بیه پېرودلو او بیا د بازار د اړتیا په صورت کې په ارزانه بیه یې په هېوادوالو وپلورو."
 
د کرنې وزارت چارواکي له ښاریانو غوښتي چې خپلې اړتیاوې په افغاني کرنیزو محصولاتو پوره کړي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې مسوولین وايي چې د دغه تفاهم‎لیک پر بنسټ به دغه خونې له هېواده بهر د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بازار موندنې زمینه برابره کړي.
 
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې اجراییه رییس وسیم صافی وايي: "موږ کورني محصولات پروسس کوو او د پانګونې او بسته بندۍ لپاره بنسټ برابروو او همدارنګه هڅه کوو چې بزګران په بېلابېلو برخو کې وروزو."
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې سېلابونو او وچکاليو د افغانستان کرنيزو محصولاتو ته زيات زيانونه اړولي وو او زياتره کروندګر نه دي توانېدلي، چې له خپلو ځمکو ډېر حاصلات ترلاسه کړي.
 
https://avapress.com/vdchvxnix23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته