دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 273766
د پکتيکا او بدخشان له نږدې دوه زره بې ځايه شويو کورنيو سره خوراکي او نغدي مرستې ووېشل شوې
د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې پر ۱۴۰۰ بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي. دغه راز په بدخشان کې له ۳۶۸ زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، هرې اړو کورنۍ ته دوه بورۍ اوړه ورکړل شول.
 
ویل شوي، چې دغه شمېر کورنۍ څه موده وړاندې سروې شوې وې او پرون دوشنبه د اسد په ۲مه، پر دغو کورنیو مرستې وویشل شوې.
 
په ورته وخت کې د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له ۳۶۸ زیانمنو او بې وزلو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
 
د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د معلوماتو له مخې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ دې ادارې د دغه ولایت په "درایم" ولسوالۍ کې له ۳۶۸ زیانمنو او بې وزلو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.
 
ویل شوي، چې په دې پروسه کې هرې کورنۍ ته ۱۴۴ امریکايي ډالر چې ۱۲۳۲۰ افغانۍ کېږي، مرسته شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان له خلکو سره د بې وزلۍ د له منځه وړلو په موخه د کورنيو او بهرنيو مرستندويه موسسو مرستې دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcg3w9x3ak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته