دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 273796
د خبريالانو د کارتونو د ثبت او وېش لړۍ پيل شوه
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هیواد کې د خبریالانو لپاره د نوم لیکنې او کارتونو ویشلو لړۍ پیل کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دا خبر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو او نشراتو د څارنې رئیس عبدالواحد ریان نن (سه شنبه، اسد ۳) په یوه ټویټ کې اعلان کړ.
 
هغه زياته کړه، چې په دغه وزارت کې ثبت شويو خبريالانو ته د اړيکې شمېره ورکول کېږي، چې ٢٤ ساعته فعاله وي او هرکله چې له کومې ستونزې سره مخ شي، دې شمېرې ته زنګ وهلى شي.
 
د ښاغلي ریان په وینا، خبریالانو ته وېشل شوي کارتونه یو بارکوډ هم لري، چې په سکین کولو سره به یې د کارت جزیات د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ویب پاڼه کې ښکاره شي.
 
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د روان کال د غبرګولي په میاشت کې اعلان وکړ چې ډیر ژر به ټول خبریالان ثبت او کارتونه به ورته وویشل شي.
 
https://avapress.com/vdcjhte8muqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته