دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 274155
د امریکا ځانګړي استازی د اسلامی امارت له چارواکو سره دخبرو اترو په دوام ټینګار وکړ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست په قطر کې د اسلامي امارت له استازو سره وروستۍ خبرې مفصلې او څرګندې وبللې او د خبرو پر دوام یې ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویست د سه شنبې په ورځ په یوه ناڅاپی ټویټر پیغام کې ویلی چې په دوحه کې یې د اسلامی امارت له لوړ پوړو استازو سره د افغانستان د مهمو ګټو په اړه دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسوله.
 
هغه زیاته کړه، په دغو ناستو کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي مکلفیتونو، ټول شموله او له نشه‎يي توکو سره د مبارزې پر موضوعاتو خبرې وشوې.
 
په قطر کې د امریکا او اسلامي امارت د استازو ترمنځ په دوه ورځنۍ غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ ناوخته پای ته ورسیده، د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویست او رینا امیري هم ګډون کړی و.
 
په دغو خبرو کې د اسلامي امارت په استازیتوب د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم د یوه پلاوي په مشرۍ ګډون درلود.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناستو کې د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته کول، په دې برخه کې د عملي ګامونو پورته کول، د تور لیست او بندیزونو لرې کول، د افغانستان د بانکي زیرمو آزادول، د افغانستان د اقتصاد پر ساتلو، ثبات، له نشه يي توکو سره د مبارزې او بشري حقونو په اړه خبرې وشوې.
 
اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د د اسلامی امارت ځیني چارواکي د تور لیست د ایستلو او د بانکي ذخیرو د خلاصولو په اړه د باور رامنځته کول اړین دي تر څو افغانان وکولای شي له بهرنیو مرستو پرته خپل اقتصاد په خپله جوړ کړي.
 
https://avapress.com/vdcjixe8iuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته