دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 274244
شمالي کوریا یو امریکايي عسکر نیولی دی
د ملګرو ملتونو د غوښتنې په ځواب کې شمالي کوریا په رسمي توګه د دواړو کوریاګانو ترمنځ په پوله کې د تښتیدلي امریکايي سرتیري نیول کیدل تایید کړل.
افغان غږ خبری آژانس: د انګلیسي ژبې ډیلي میل ویبپاڼې نن پنجشنبه د اسد ۱۲ مه د دواړو کوریاګانو ترمنځ په غیر پوځي سیمه کې د ملګرو ملتونو د قوماندې له قوله لیکلي چې شمالي کوریا د «ټراویس» نیول کیدل تایید کړي دي.
 
دغه ۲۳ کلن سرتېری د جولای په ۱۸مه (۲۷ سرطان) د سرحدي ملکي سیمې د لیدنې پر مهال شمالي کوریا ته وتښتېد او سمدستي ونیول شو.
 
د ملګرو ملتونو قوماندانۍ ویلي چې دا به په دې وخت کې د پیونګ یانګ د ځواب نور جزئیات وړاندې نکړي.
 
قوماندې وویل چې "نه غواړي د هغه بیرته خپل هیواد ته د راوستلو په هڅو کې مداخله وکړي."
 
د ډیلي میل په وینا، دا لومړی ځل دی چې شمالي کوریا په عامه توګه تاییدوي چې امریکایي عسکر د دوی په توقیف کې دی، او دا ځواب د خبرو اترو پیل کولو لپاره د پیونګ یانګ احتمالي چمتووالی په ګوته کوي.
https://avapress.com/vdci55ar5t1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته