دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 274401
د اوکراین په اړه د جدې غونډه له کومې مثبتې نتیجې پرته پای ته ورسېده
په همدې حال کې له دوو ورځو وروسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د اوکراین او روسیې د جګړې د کړکېچ د هواري په اړه خبرې اترې هغه مهال پای ته ورسېدې، چې حاضرو اړخونو یوه عمومي اعلامیه خپره کړه، چې کومې مثبتې پایلې ته ونه رسید.
افغان غږ خبری آژانس: د سعودي عربستان په جده ښار کې د اوکراین او روسیې د جګړې د کړکېچ د هواري په اړه دوه ورځنۍ خبرې اترې تېره شپه له کومې نتیجې پرته پای ته ورسېدې.
 
د برازيل، بريتانيا، هند، چين، امريکا متحده ايالاتو، ترکيې، جنوبي افريقا او د اروپايي اتحاديې د غړو په ګډون د څه دپاسه ٣٠ هېوادونو استازو د شنبې او يکشنبې په ورځو د سعودي عربستان په جده کې د سولې لپاره غونډه وکړه.
 
دغه غونډه تېره ورځ مازدیګر د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.
 
په دې غونډه کې له وړاندې شويو نظرونو څخه د استفادې پر اړتيا ټينګار وشو او اړوندو اړخونو خبر ورکړ چې په دې غونډه کې مثبت وړانديزونه او نظرونه وړاندې شول.
 
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې روسیې ته په کې بلنه نه وه ورکړل شوې، خو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ویلي، چې د دغو غونډو له پایلو به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبر ورکړي.
 
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې د اوکراین د جګړې د بندولو په اړه د نړیوالې غونډې په اړه د لویدیځ له خوا په دغه هیواد کې د جګړې په پلمه د اوکراین د ملاتړ یوه ناکامه هڅه وبلله.
 
"ریابکوف" هم دغه غونډه د لویدیځ لخوا د روسیې په وړاندې د نړیوالې ټولنې د راپارولو او په دغه هیواد کې د جګړې تر پلمې لاندې د اوکراین د ملاتړو د شمیر د زیاتولو لپاره یو ډول ناکامه هڅه وبلله.
 
د اوکراین د کړکیچ د حل په اړه د جدې غونډه به له هغو غونډو وروسته چې د جون په میاشت کې په کوپنهاګن کې جوړه شوې وه؛ جوړیږي.
 
https://avapress.com/vdcdzo0xfyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته