دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 274614
په هرات ولایت کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه
د هرات د کانکور ازموينې د پاڼو تالان نن د هېواد د کانکور ازموينو د ملي مشر، د هرات والي او د پوهنتونونو د استادانو په حضور کې پرانيستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات پوهنتون رییس مولوی عبدالعزیز نعمانی وایی، چې په دې ازموینه کې ۳۳۴۰ کسانو ګډون کړی و، چې د دولسم او څوارلسم ټولګیو یې پاس کړی وو.
 
د ملي ازموينو عمومي رييس مولوي عبدالباقي حقاني د کانکور ازموينې د پيل پر مهال وويل: د کانکور ازموينې وخت له دوه نيمو ساعتونو څخه څلورو ساعتونو ته لوړ شوى دى.
 
مولوي حقاني زياته کړه: د هغو کسانو د ښه پوهاوي په خاطر چې په پښتو او دري ژبو پوره حاکميت نه لري عربي او انګليسي ژبې هم ورزياتې شوې دي.
 
هغه وويل: سږ کال د ازموينې پوښتنې په څلورو ژبو: پښتو، دري، عربي او انګريزي چمتو شوي دي.
 
له بلې خوا د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار د کانکور ازموینې د آسانتیا د قدردانۍ په ترڅ کې د دیني او معاصرو علومو پر زده کړې ټینګار وکړ.
 
نوموړي همدا راز له مرکزي چارواکو وغوښتل، چې ځوانانو ته د ساینس د زده کړې په برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
په همدې حال کې په هرات کې د کانکور د ازموينې د اخيستلو مسوول پوهاند دوست محمد فيضي وايي، چې په دوو ورځو کې به دغه ازموينه واخستل شي او په هرات کې يې د نوم ليکنې ظرفيت ٢٢٠٠ تنه دى.
 
د هغه په ​​وينا، سږ کال شاوخوا ١٦٠ زره کسانو د کانکور په ملي ازموينه کې ګډون کړى دى.
 
د هرات پوهنتون مسوولین وايي، ټاکل شوې د هرات د کانکور ازموینې پایلې د سنبلې په پنځلسمه اعلان شي.
 
https://avapress.com/vdcjvxe8xuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته