دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 274825
په خوست کې د اسپین جومات ته څېرمه چاودنې درې تنه شهیدان او اووه نور ټپیان کړل
نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د خوست ښار سپین جومات ته څېرمه په یوه هوټل کې چاودنه شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر وزیرستاني کډوال او د خوست ښاریانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: که څه هم تر اوسه د دغې پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه، خو ویل کېږي، چې د پېښې له ځایه روغتونونو ته درې تنه شهیدان او اووه ټپیان لېږدول شوي دي.
 
  دخوست ولايت مقام مشرتابه د ټپيانو د سمې درملنې په موخه روغتيايي مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 
امنیتي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي.
 
https://avapress.com/vdcdxo0xkyt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته