دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 274874
اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي
د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر له څرګندونو وروسته چې د افغانستان خلک دي اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي، د اسلامي امارت ویاند وايي چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب ډاډ ورکوو، چې د سیمې ټول هېوادونه په تېره بیا پاکستان چې افغانستان یې په وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر چې پرون یې د خیبر پښتونخوا ایالت په کاکول پوځي اډه کې خبرې کولې، وویل چې پاکستان د افغانستان د اتباعو لپاره تر ټولو ډیر میلمه پالنه لري. له همدې امله زه د افغانستان له اتباعو څخه غواړم چې اجازه ورنکړي چې افغانستان د پاکستان پر ضد وکارول شي.
 
هغه زیاته کړه، موږ د خپلو افغانو وروڼو په درناوي له کلونو راهیسې د افغان کډوالو تر ټولو مېلمه پالنه کوو او هیله لرو چې زموږ افغان وروڼه به زموږ د لږو جدي هڅو ځواب ورکړي او اجازه ورنکړي چې خپله خاوره زموږ پر ضد وکارول شي.
 
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ځینو رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د اتباعو په استازیتوب د سیمې ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارول کېږي.
 
هغه ټینګار کړی، چې کابل ناامني نه غواړي او د هغه اصل په پاکستان کې دی، د پاکستان مشران باید په دې باور وي، چې موږ هېڅکله نه غواړو، چې په ګاونډیو هېوادونو کې اختلاف او ناامني رامنځته شي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو سره د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې ځانمرګي او چاودېدونکي بریدونه ډېر شوي، چې ډېری یې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) له خوا ترسره کېږي.
 
خو پوځي کارپوهان وايي، اقتصادي ستونزې، سیاسي اختلافات، د اقلیم بدلون او د پاکستان په حکومت کې پراخ فساد د دې لامل شوی چې خلک له حکومت څخه لرې شي او له وسله والو ډلو سره یوځای شي.
 
د پوځي چارو کارپوه نعمت الکوزي له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان په حکومت کې اقتصادي ستونزې، سیاسي اختلافات، د اقلیم بحران او پراخ فساد د دې لامل شوی چې خلک له حکومت څخه لرې شي او له وسله والو ډلو سره یوځای شي.
 
هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت که په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون په اړه کوم اسناد ولري، له اسلامي امارت سره دې شریک کړي، څو دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
 
هغه زیاته کړه، افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي، نو باید د ترهګرو ډلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ګډه همکاري وکړي.
 
  باید وویل شي، چې پاکستان دا مهال له ګڼو اقتصادي، سیاسي او اقلیمي بدلون سره مخ دی. د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د دغه هېواد د اسعارو ارزښت هم راټیټ شوی او د پورونو په برخه کې د خپلو بهرنیو مکلفیتونو د پوره کولو لپاره د اسلام اباد د وړتیا په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.
 
https://avapress.com/vdchqknik23nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته