دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 274936
د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د افغانستان د تجزیې مخه ونیول شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وویل چې په هیواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره اشغال پای ته ورسید، فساد له منځه لاړ، د قدرت یوه جزیره له منځه لاړه او د افغانستان د تجزیې مخه ونیول شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د اشغالګرو پر وړاندې د اسلامي امارت د بریا په مراسمو کې د خپلواکۍ او آزادۍ په ارزښت خبرې وکړې او له امریکايي اشغال څخه د افغانستان خلاصون او ستره فتحه نه یوازې د افغانانو، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره ویاړ وبلل.
 
ملا خیرخواه زیاته کړه چې په هیواد کې د اسلامي امارت په بیا تاسیس سره اشغال پای ته ورسید، فساد له منځه لاړ، د قدرت جزیرې له منځه لاړې او د افغانستان د تجزیې مخه ونیول شوه او په هیواد کې اسلامي نظام او په ټولیزه توګه امنیت ټینګ شو.
 
دده په وینا؛ ځینې ​​تخریبګران اوس هم له هیواده بهر د اسلامي امارت پر ضد تبلیغات او ناسم مواد خپروي، خو باید پوه شي چې دا اسلامي نظام له منځه نه ځي، بلکې د افغان مسلمان ولس په همکارۍ مخ په وړاندې روان دی.
 
له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور ټولو افغانانو ته د یرغلګرو د ماتې او په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت له امله مبارکي وویله او له دې ازادۍ څخه په کلکه دفاع وکړه.
 
هغه زیاته کړه: "اوس موږ په حکومت کې یو او باید د افغانستان له حریفانو سره سیالي وکړو او دا هېواد په هر ډګر کې لومړی کړو."
 
دده په وینا؛ له اوسني اسلامي نظام سره دښمني په حقيقت کې له علماوو، جهاد، شهيدانو او نورو افغانانو قربانيو سره دښمني ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د اسد په ۲۴مه د کابل د فتحې او په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ د ټينګېدو کليزه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په جلا جلا مراسمو سره ونمانځل شوه.
 
https://avapress.com/vdcgwt9x3ak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته