دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 274971
په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو بندیز؛ ټول قوانین د شریعت له مخې تنظیمیږي
د عدلیې وزارت چارواکي د ټولو سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو د بندیز په اعلانولو سره وايي چې د سیاسي ګوندونو فعالیت شرعي اساس نه لري او اسلامي امارت ټول قوانین د اسلامي شریعت پر اساس وضع کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملت ته د حکومت د راپور ورکولو د بهیر په دوام؛ د اسلامي امارت د عدلیې وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ (اسد ۲۵) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دې ادارې د یو کلن فعالیت راپور له رسنیو او خلکو سره شریک کړ.
 
د دغه وزارت سرپرست شیخ مولوي عبدالحکیم شرعي په یوه خبري ناسته کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه وویل: په هېواد کې د ګوندونو سیاسي فعالیت په بشپړ ډول منع دی، ځکه په شریعت کې بنسټ نه لري او نه هم د ملت په ګټه دي.
 
شرعي زياته کړه، حکومت ټول قوانين د "اسلامي شريعت (قرآن، نبوي احاديثو او فقهې)" له مخې وضع کړي او دا د افغانستان په تاريخ کې بې سارې ده.
 
د عدلیې سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۴ مه نېټه په افغانستان کې د اسلامي امارت له تاسیس سره سم د سیاسي ګوندونو مشران له هېواده ووتل او ځینو یې له افغانستانه بهر خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړ.
 
شرعي د خپلو خبرو په دوام کې په تېر یوه کال کې د دغه وزارت لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د عدلیې وزارت په تېر کال کې ۴۹ تقنیني سندونه د قوانین او مقررات له مخي او ۱۰ طرزالعملونه څېړلي او بشپړ کړي دي.
 
د عدلیې وزارت سرپرست زیاته کړه، په تېر کال کې ۸۶ زره ۲۸۲ ژباړل شوي اسناد تصدیق شوي چې په هغو کې تذکره، د نکاح سندونه او نور اسناد شامل دي.
 
دغه راز د تېر کال په اوږدو کې د بې درکه تورنو ۷۵۴ حقوقي او جزايي قضيې په محکمو کې څېړل شوي او ۲۹۸ نورو تورنو ته وړيا حقوقي مشورې ورکړل شوې دي.
 
په ۱۴۰۱ کال کې د ۶۰۰ مدافع وکیلانو د فعالیت د جوازونو وېش او د مدافع وکیلانو د جوازونو تجدید، د ۱۳۴۳ سوداګریزو او مدني قضیو تطبیق، د ۱ زره پروګرامونو له لارې تر ۵۵ زرو زیاتو کسانو ته د حقوقي پوهاوي ورکول، ۵۸۶ اړمنو هېوادوالو ته د حقوقي مشورو ورکول د عدلیې وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
 
په ورته وخت کې د دغه وزارت د تقنیني او علمي څېړنو د انستیتیوت عمومي رئیس مولوي فضل هادي صاحبزاده وویل چې تېر کال د عدلیې وزارت ۱۷۳۷ خیریه موسسو ته د فعالیت اجازه ورکړې وه.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې دغه وزارت د حقوقي اسنادو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ۹۶۸ سندونو د ژباړې او سمون چارې بشپړې کړي او د رسمي او حقوقي سندونو د ژباړې په څانګه کې یې ۲۸ د ژباړې جوازونه صادر کړي دي.
 
هغه وويل، د ٦٤ حقوقي اسنادو تصحيح، تثبيت او چاپ، په هېواد کې د تورنو او بې ځايه تورنو کسانو له حقونو دفاع، د درې زره عامه املاکو قضيو دفاع، د انجمنونو د جوازونو ثبت او نوي کول د دغه وزارت له ١٤٠٢ کال له مهمو پروګرامونو څخه دي.
 
https://avapress.com/vdcfejd0yw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته