دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 275239
د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیايي سیستم ته دې جدي پاملرنه وشي
د روغتیا نړیوال سازمان په دغه هیواد کې په بیړني روغتیايي حالت کې له افغانستان سره د پیوستون غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان نن (اګست ۲۰) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د سرچینو، پوهاوي او عملي اقداماتو په شریکولو سره کولای شي په افغانستان کې روغتیايي وضعیت ته بدلون ورکړي.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان اجرایوي رییس ډاکټر مایکل راین هم د افغانستان له روغتیايي سکتور سره پر مرستو ټینګار کړی دی.
 
دغه سازمان ویلي چې د افغانستان روغتیايي سیستم د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی او دا ډول وضعیت به د دې لامل شي چې اته میلیونه خلک روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي څخه بې برخې شي.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړي روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري، چې ۷،۵ میلیونه یې ماشومان او ۳.۱ میلیونه یې ښځې دي.
 
https://avapress.com/vdcdsk0xnyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته