دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۹
د مطلب کود : 275262
په کندز کې د انګورو په حاصلاتو کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی
د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي چې سږ کال د سړې هوا له امله د دغه ولایت د انګورو حاصلات ۹۰ سلنه کم شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د کندز د کرنې ریاست د کرنې د ترویج رئیس صلاح الدین وحیدي افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال د انګورو حاصلات ۱ زرو او ۵۹۶ ټنه اټکل شوي چې په دغه ولایت کې د تیر کال په پرتله ۹۰ سلنه کموالی ښيي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال په دغه ولايت کې ۱۰۵۶۰ ټنه انګور حاصل شوي وو.
 
وحيدي سږ کال د انګورو د حاصلاتو د کمښت اصلي لامل د تېر کال په ژمي کې ډېره سړه هوا وبلله او ويې ويل، چې انګورو د يخنۍ په وړاندې مقاومت نه کوي او ژر له منځه ځي.
 
https://avapress.com/vdcjmie88uqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته