دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 275453
په خوست ولایت کې لس میله سپکه او درنه وسله ونیول شوه
د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت له مرکز څخه ۳۰ میله سپکې او درنې وسلې، ۴ میله کلاشینکوفونه او زرګونه فیره د کلاشینکوف مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مصطفی ګربز وايي: د خوست د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مديريت منسوبينو ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې يو لړ کشفي او چاڼيز عمليات ترسره کړي دي .
 
ګربز زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې يې ٣٠ ميله ډول ډول وسلې، په زرګونو د کلاشينکوف او پيکا مرمۍ او يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات کشف او ترلاسه کړي دي.
 
په همدې حال کې له ترهګرۍ سره د مبارزې رييس مولوي محمد رسول وطنمل د خوست په امنيه قوماندانۍ کې په جوړه شوې خبري ناسته کې رسنيو ته وويل، چې د دوی منسوبينو دوه مياشتې وړاندې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي وو.
 
هغه زياته کړه، چې په تېرو دوو مياشتو او يو لړ ځانګړو عملياتو کې ٣٠ ميله سپکې او درنې وسلې، زرګونه د کلاشينکوف او پيکا مرمۍ او ګڼ شمېر نور پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د يادو وسلو په تړاو ٢٢ کسان نيول شوي او دوسيې يې بشپړې او د نورو اجراتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوې دي.
 
ښاغلي وطنمل ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو هڅې جدي دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې فساد، ناامنۍ ته لمن ووهي او غیر قانوني کړنې ترسره کړي.
 
https://avapress.com/vdcbssb5frhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته