دخپریدو نیټه :جمعه ۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 275505
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې پرله پسې دویمه ماتې وخوړه
د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۲ مه د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته یو ځل بیا د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې په لږ توپیر ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دغه لوبه کې چې د پنجشنبې په ورځ په سریلانکا کې ترسره شوه، افغانستان په پیل کې په ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره پاکستان ته ۳۰۰ نمرې وټاکې.
خو وروسته بیا پاکستان وکولای شول چې د ۵۰ اورونو یوازې یو اوور په پاتې کیدو سره ۳۰۲ پواینټونه پوره کړي او افغانستان ته یې په دې لړۍ کې د دوهم ځل لپاره ماتې ورکړه.
تېره لوبه کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې ته د ۱۴۲ پواینټونو په توپیر ماتې ورکړه.
د پاکستان پر وړاندې د تېرې یوې ورځنۍ لوبې برعکس افغان لوبغاړو دا لوبه ښه پیل کړه. رحمن الله ګربز د "صادمتي" پایلوبې ته ورسېد او د ۱۵۱ نمرو په ورکولو سره له منځه ولاړ. همدا راز ابراهیم ځدراڼ وتوانید چې تر ۸۰ زیاتې منډې وکړي. د پاکستان لپاره امام الحق تر ټولو زیاتې ۹۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري فضل حق فاروقي تر ټولو ډېرې (۳) وېکټې، مجیب الرحمن او عبدالرحمن یوه یوه وېکټه او محمد نبي دوه وېکټې واخیستې.
دواړه لوبډلې به په دریمه او وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه کې د راتلونکې شنبې په ورځ د سنبلې په څلورمه یو ځل بیا سره مخامخ شي.
https://avapress.com/vdcjyie8iuqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته