دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 275707
د ایران د پارلمان د استازو پلاوي د اسلامي امارت د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره خبرې وکړې
د اسلامی امارت له مختلفو چارواکو سره له کتنې وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د پارلمان د استازو پلاوی د افغانستان او ایران ترمینځ د روغتیا او ښوونیزو همکاریو په باب د افغانستان د عامې روغتیا له سرپرست وزیر قلندر عباد سره وکتل .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، سنبله ۶) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې زیاتې مرستې کړې دي.
 
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه: موږ د ایران په تجربه لرونکو ښوونیزو او طبي مرکزونو کې د افغان طبي کارکوونکو د ښوونې او روزنې په برخه کې لېوالتیا لرو.
 
له دې مخکې د ایران د اسلامی شورا اوه کسیزه پلاوی په کابل کښې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره کتنه او خبرې اترې کړې.
 
په دې کتنه کې متقي وويل: افغانستان د ايراني صنايعو لپاره يو ښه بازار دى او کابل او تهران بايد د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې زياتې اسانتياوې رامنځته کړي او له دغه فرصت څخه سمه استفاده وکړي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ټولیز امنیت تامین شوی او افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د داعش ترهګرې ډلې له منځه یوسي، دا ټولیز امنیت د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه دی.
 
تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د عامې روغتیا له سرپرست وزیر قلندر عباد سره په کتنه کې د روغتیا او درملنې په برخو کې پر ګډې همکارۍ باندي ټینګار وکړ.
 
https://avapress.com/vdcdzk0x5yt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته