دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 276033
د افغانستان د آزادو خبریالانو ټولنه:

په تېرو شلو ورځو کې نهه خبریالان له زندانه خوشې شوي دي

په تېرو شلو ورځو کې نهه خبریالان له زندانه خوشې شوي دي
د افغانستان د آزادو خبریالانو اتحادیې په تېرو ۲۰ ورځو کې د ۹ خبریالانو د خوشي کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د خبریالانو د ملاتړ ادارې له پرله‎پسې کوښښونو او د هېواد د رسنیو د هڅو په پایله کې په تېرو درېیو ورځو کې ۷ خبریالان خوشي شوي دي
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د آزادو خبریالانو اتحادیې په خپله فیسبوک پاڼه کې په تیرو ۲۰ ورځو کې د ۹ خبریالانو د خوشي کیدو خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د خبریالانو د ملاتړ ادارې له پرله پسې هڅو وروسته د هېواد رسنیو په تېرو درېیو ورځو کې ۷ ټنه نیول شوي خبریالان خوشي کړي دي.
 
د دې اتحادیې په وینا، دغه خبریالان چې ۲۳ ورځې وړاندې په کندهار، ننګرهار، کندز، کونړ، پکتیا او زابل ولایتونو کې نیول شوي وو، دوه یې له نیول کېدو ۲ ورځې وروسته خوشې شول، چې ۵ یې دوه ورځې وړاندې او پاتې دوه نور له دوی څخه پرویز قاضي د کنړ ولایت او حبیب الله سراب د پکتیا ولایت اوسیدونکی د شنبې په ورځ د سنبلې د میاشتې په ۱۱ مه خوشي شول.
 
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو اتحادیې د ټولو نیول شویو خبریالانو د خوشي کیدو د هرکلي ترڅنګ، تل د اسلامي امارت له مسوولینو څخه غوښتي چې د رسنیو د کار په اړه د شکایتونو د څیړلو او د رسنیزو سرغړونو د څیړلو د کمیسیون له لارې تعقیب کړي.
 
https://avapress.com/vdcgw39xwak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته