دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 276309
له اسلامي امارت سره نړۍ ته د تعامل لاره خلاصه ده/ خلیلي او محقق باید د خپلو خلکو په خاطر هېواد ته راستانه شي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو لاره خلاصه ده، هغه په بهر کې مېشتو سیاسي څېرو محمد محقق او کریم خلیلي ته په خطاب کې وویل: تاسو په خپل ولس او ملت پورې اړه لرئ، بېرته راشئ خپل وطن ته.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پرون (پنجشنبه، سنبلې ۱۶) بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له جهادي مشرانو محمد محقق او کریم خلیلي څخه وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي.
 
حقاني زیاته کړه، چې تاسو یو ملت او ولس یاست، دلته د سپین ږیرو او مشرانو ستاینه کېږي او د لا زیاتې قدردانۍ لپاره راشئ.
 
د اسلامي امارت دغه چارواکي له جهادي مشرانو غوښتي چې هېواد ته د ستنېدو پر مهال دې ولس ته د امنیت د ټینګښت پیغام ورسوي.
 
د حقاني په وینا، اسلامي امارت له هیچا د غچ اخیستلو اراده نه لري او د بین الافغاني خبرو اترو لپاره دروازې خلاصې دي.
 
په تېرو دوو کلونو کې دا د بامیان په ګډون د افغانستان مرکزي ولایتونو ته د سراج الدین حقاني لومړی سفر دی.
 
په دې وروستیو ورځو کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د غور، دایکندي او بامیان په ګډون د هېواد یو شمېر مرکزي ولایتونو ته سفرونه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdccxeqio2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته